د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا! - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا!

د وري( حمل) میاشتې لومړۍ چې د سه شنبې ورځې سره برابره ده ( نوروز) او د وري ( حمل) دوهمه ( د بزګر ورځ) په هیواد کې عمومي رخصتي دی.

همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کار قانون (۳۱) مادې د حکم پر اساس د ۱۳۹۶ کال په لومړیو دوه فصلونو کې د کارکوونکو کاري وخت په لاندې ډول دی:

په مرکز کابل کې د اونۍ د پنځه ورځې کار او د کار په جریان کې د ډوډۍ خوړلو او لمونځ ادا کولو په موخه یو ساعت ( ۱۲:۰۰ ـ۰۱:۰۰) وقفې په اساس د وري میاشتې له لومړۍ نیټې بیا د سنبلې میاشتې تر پای پورې د کار پیل د سهار ( ۷:۳۰) او پای یې د مازدیګر( ۴:۳۰) بجې دي.

د هیواد په ټولو ولایتونو کې د بانکونو په شمول د اونۍ شپږ ورځې کار په اساس د کار پيل د سهار ( ۸:۰۰) او پای یې د مازدیګر (۴:۰۰) بجې دی او همدارنګه د پنجشنبې ورځ د کار پيل د سهار (۰۸:۰۰ ) او پای د ماسپيښین (۰۱:۰۰) بجه دی.

تولیدي، خدماتي، نشراتي، روغتیایي موسسات، پوهنې او لوړو زده کړو کاري وختونه دې دوی خپله د کاري خصوصیاتو، لوایحو، مقرراتو او اقلیمي شرایطو ته په کتو سره، په لومړیو شپږو میاشتو کې د اونۍ د ۴۰ ساعته کاري رژیم پر بنسټ جوړ کړي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې د ۱۳۹۵/۱۱/۲ نېټې د ۲۳ شمیرې مصوبې له مخې، ۱۳۹۶ کال د ځوانانو د کال په نامه نومول شوی دی.