افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو مرکز نن د ۱۳۹۶ روزنیز کال پیل کړ - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو مرکز نن د ۱۳۹۶ روزنیز کال پیل کړ

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند، د فني او حر فوي زده کړو مرکز افغان ـ کوریا د ۱۳۹۶ روزنیز کال د  ۵۳۰ نویو جذب شوي  زده کوونکو په ګډون پیل کړ.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار، ټولنیزو چاور، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکټر نسرین اوریاخیل، د کوئیکا مرکز مشر ښاغلی کیم kim ، دافغان کوریا مشر جلال الدین هشام او یو شمیر زده کوونکو ګډون درلود.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکټر نسرین اوریاخیل د افغان کوریا زده کوونکو ته د نوي روزنیز کال د پیل مبارکۍ  ترڅنک، یاد مرکز ته  نوي کامیاب شوي ځوانان زده کړو ته تشویق کړل او ټینګار یې پرې وکړ چي له وخت څخه پوره ګټه پورته کړي، په هره  برخه کي چې زده کړي کوي ځانونه ورسوي او د خپلو تجربو او زده کړو څخه نور افغان ځوانان هم برخمن کړي.

آغلي اوریاخیل همدارنګه د افغان ـ کوریا مشرتابه ته لارښونه وکړه چې په روزنیز نصاب کې بدلون رامنځته کړي او تر پخوا یې لا هم معیاري او غني  کړي، ترڅو د هیواد په کچه لویو پروژو لکه د ریل او د کانونو ایستلو په شان پروژو کې د کار وړتیا پیدا کړي او جذب شي. ډاکټر نسرین اوریاخیل د کوریا هیواد او د کوئیکا له مشر ښاغلي کیم څخه هم مننه وکړه چې تل یې له دی مرکز سره خپلې مرستي جاري ساتلي.

د کوئیکا مشر ښاغلي کیم هم د کوریا هیواد په استازیتوب د افغان کوریا زده کوونکو ته د نوي ښوونیز کال پیل مبارکي ورکړه او د خپلو مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.

د افغان ـ کوریا مشر جلال الدین هشام په یاد مرکز کي د آزموینې په روښانتیا خبرې وکړي او دغه مرکز یې د هیواد په کچه یو لوی مرکز وباله، نوموړي وویل چې سږ کال  د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۴۵۰ تنو ځوانانو ګډون کړي چې یوازې ۵۳۰ تنه د نوي روزنیز کال لپاره جذب شوي دي چې ۳۰سلنه  یې ښځینه دي.

ښاغلي هشام همدارنګه زیاته کړه چې  افغان ـ کوریا مرکز تر دا مهال په ۷ ډیپارټمنټونو کې ځوانان روزل، چې سږ کال یې د کار بازار غوښتنې سره سم دوه نورې برخې لکه د ریل خط انجنیري او د کانونو ایستلو ډیپارټمنټونه په نوي روزنیز نصاب کې ځای پر ځای کړي دي.