د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د ولایتي رئیسانو سره د همغږۍ درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیده. - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د ولایتي رئیسانو سره د همغږۍ درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیده.

د ۳۴ ولایتونو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی ورکشاپ د ولایتي رئیسانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته پای ته ورسیده.

د دې ورکشاپ اصلي موخه، د وزارت رهبرۍ سره د ولایتي ریاستونو ښه همغږي رامنځته کول، په مرکز او ولایتونو کې د شته ستونزو شریکول او حل لارو پیدا کول وو.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وزیرې ډاکتر نسرین اوریاخیل دغه ناسته د ولایتونو په کچه ارزښناکه وبلله، زیاته یې کړه، چې د ولایتونو د ستونزو د حل په موخه به د هر ولایت ستونزې د وزارت د رهبري هئیت جلسو کې تر بحث لاندې و نیسي او لازمې حل لارې چارې به ورته و لټوي.

 نوموړې وویل: (( خوشحاله یم، چې د سي بي آر پروسې له لارې راغلو ګڼ شمیر ځوانو ولایتي رئیسانو سره کار کوم، هیله مې دا ده چې باید د هیوادوالو لپاره د ښه خدمت په موخه ښه کاري احساسات په ځان کې پيدا او هیوادوالو ته د کاري فرصتونو پيدا کولو په اړه ژمن اوسو، د ډیرو خبرو او ژمنو پر ځای لږ خبرې او عملي کار باید و کړو.))

یاد ورکشاپ کې د ولایتي رئیسانو د پریزنتیشنونو ترڅنګ د وزارت د څلورو معینتتونو اړوند مرکزي ریاستونو مشرانو هم خپل تیر کارونه او راتلونکي پلانونه د پرزنتېشنونو په چوکاټ کې ولایتي رئيسانو سره شریک کړل او د راتلونکو پلانونو د لا ښه تنظیم او غني کولو لپاره یې له هغو څخه نظریات وغوښتل، چې ګډونوالو هم په ګروپې شکل خپل نظریات او ستونزې د وزارت له مشر تابه هیئت سره شریکې کړې. د پرزنتیشنونو تر وړاندې کولو وروسته د ولایتي رئیسانو لخوا په اړوندو ولایتونو کې د ستونزو په اړه پوښتنې هم مطرح شوې، چې د مسؤلینونو له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول، د وزارت رهبري هیئت د ولایتي ریاستونو د ستونزو د ژر حل کیدو ژمنه و کړه، د ولایتونو او مرکز تر منځ په ښې همغږۍ یې ټینګار وکړ او هم یې له هغوی څخه د جدي کار او د ولایتي لاسته را وړنو په اړه د وزارت مقام ته وخت په وخت د راپور ور کولو غوښتنه و کړه.