افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت خبرتیا! - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت خبرتیا!

 افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت د ۱۳۹۶ کال د وروستیو شپږو میاشتو لپاره د دولسمو ټولګیو څخه فارغ شوي  انجونې، هلکان او د نهم صنف څخه د فارغ شویو قسمي معلولینو، د شهیدانو او معلولینو وارثینو په شمول د ( کمپيوټر، انګلیسي او خیاطۍ) څانګو کې د شمولیت په موخه د چنګا ښ میاشتې په ۱۷مه نوم لیکنه پيل کوي.

مینه وال او په شرایطو برابر کسان کولای شي، د چنګاښ میاشتې تر ۲۱مې نیټې د خپل ښوونیز سند، تذکرې او دوه قطعه عکسونو سره یاد مرکز ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي.

امتیازات: زده کوونکو ته یونیفورم او درسي کتابونه په پام کې نیول شوي دي.

پته: افشار، قرغې سرک د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت 

همدارنګه هغه شرکتونه او مؤسسې چې د کمپيوټر،  ساختمانۍ، د موټر تخنیک، نل ځغلونې، ولډینګ کارۍ، برق او خیاطۍ په څانګو کې مسلکي کارګراننو ته اړتیا و لري، کولای شي په یاده پته مراجعه و کړي او یا هم کولای شي، په دې ټیلفون شمیرو( ۰۷۰۰۰۵۹۵۶۴/ ۰۷۷۹۰۹۰۴۲۵) اړیکه و نیسي.