له مخدره توکو سره د مبارزې د نړيوالې اونۍ رارسيدو په مناسبت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د مشرتابه پلاوي پيغام - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

له مخدره توکو سره د مبارزې د نړيوالې اونۍ رارسيدو په مناسبت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د مشرتابه پلاوي پيغام

 د مخدره توکو د کارونې له امله رامنځته کيدونکې ټولنيزې ستونزې او بدبختۍ چې ټول بشريت ورسره لاس اوګريوان دی د افغانستان زوریدلی ولس هم ترې کړيږي او ورځ تر بلې دغه ستونزه د جدي کېدو په حال کې ده.

بدبختانه افغانستان د دې شومې او وژونکې ښکارندې (پديدې) د توليدونکو هيوادونو د جدول په سر کې ځای لري او تر ټولو زيات زيانونه يې زموږ خپلو وګړو ته رسيږي.

مخدره توکي د کورنيو د تباهۍ، نا امنۍ او تروريزم د تمویل لامل کیږي، خلک د حلالې کرکيلې او د خوړو له کمښت سره مخامخ کوي او ځوانان چې د ټولنې مټې بلل کيږي په همدې شومې ښکارندې د روږدي کېدو له امله خپل کاري ځواک له لاسه ورکوي.

د نړيوالو او کورنيو سروې ګانو له مخې اوسمهال په افغانستان کې نږدې درې ميليونه وګړي د مخدره توکو په کاروبار بوخت دي او دوه میليونه نور په مخدره توکو باندې روږدي دي.

لکه څنګه چې نشه يي توکي د انسان عقل زایلوي له همدې امله د اسلام مقدس دین مخدره او نشه یي توکي حرام بللي او په وړاندې يې پر جدي مبارزې ټينګار کړی، څو بېلابېلې بشري ټولنې خپل فردي او ټولنيز ژوند په ښه توګه پرمخ يوسي.

په مخدره توکو روږدي کېدل نه يواځې فردي ژوند له تباهۍ سره مخامخ کوي، بلکې بې شمېره ټولنيزې ستونزې لکه ديني او اخلاقي اصول تر پښو لاندې کول، د بيلابېلو انحرافاتو او جرمونو لکه غلا، فحشا، ټولنيز او کورني تاوتريخوالو، تيريو او وژنو ترسره کول، د کاذبو او نامناسبو کارونو زياتيدل، بې کاري، بې وزلي، په نشه يي توکو د روږدو ځوانانو او پېغلو د شمېر زياتيدل، د ټولنې کم عمره کسانو ته د اعتیاد سرایت، د مخدره توکو د کارونې له امله د مرګونو زياتېدل او بې شمېره نورې ستونزې، چې د افغانستان ټولنيز وضعیت له سختو ګواښونو سره مخامخ کوي.

له دغې شومې ښکارندې سره مبارزه ملي او بين المللي هوډ ته اړتيا لري؛ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت چې له مخدره توکو سره د مبارزې د نړيوالې اونۍ د لمانځلو مسؤلیت ورسپارل شوی د لاندې فعاليتونو د ترسره کولو هوډ لري؛ د مخدره توکو پر ضد د ملي يووالي اونۍ لپاره د تدابېرو نېول او د بوديجې ځانګړي کول، د مخدره توکو د زیانونو په هکله د پيغامونو چمتو کول او نشرول او د فني او حرفوي زده کړو په مرکزونو، وړوکتونو، روزنتونو، د کارګرانو په ټولنو او د کار په مرکزونو کې د مخدره توکو د زيانونو په هکله د عامه پوهاوي د کمپاينونو ترسره کول.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولينو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې د نړيوالې اونۍ په مناسبت له دغې شومې او ورانکارې ښکارندې سره مبارزه خپله دنده بولي او هڅه به وکړي، څو په دې اونۍ کې ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان ترسره کړي.

 

 

فیض الله ذکي

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت سرپرست