د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ملي پيوستون اونۍ د نمانځلو په موخه غونډه جوړه شوه. - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ملي پيوستون اونۍ د نمانځلو په موخه غونډه جوړه شوه.

 د مخدره توکو د زیانونو او مخنیوي په موخه د ملي پيوستون اونۍ، چې په ۱۳۹۵ کال د چنګاښ میاشتې ۲۶مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۷ مې ګڼې مصوبې په اساس جنترۍ کې ځای پر ځای شوې ده، نن د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ، مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو په ګډه همکاری ونمانځل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کاري چاري مرستیال‌ ډاکتر احمد شاه صالحي وویل: امید د فني او حرفوي زده کړو مرکز یواځنی مرکز دی، چې پر مخدره توکو د روږدو کسانو تر درملنې وروسته دوی ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابروي، نوموړي زیاته کړه چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو هڅه کوي، څو یادو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي. 

ډاکتر صالحي وویل، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د هغو کډوالو لپاره چې هیواد ته راستنیږي هم د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه لري، چې په نږدې راتلونکې کې به ننګرهار ولایت کې راستانه شویو ګډوالو ته د فني او حروفوي زده کړو مرکز پرانستل شي.

ډاکتر احمد شاه صالحي د دولتي او خصوصي سکتور مسؤلینو څخه و غوښتل څو روږدو کسانو ته تر درملنې او د فن او حرفې زده کولو څخه وروسته د کار زمینه برابره کړي، نوموړي همدارنګه د مخدره توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوۍ په برخه کې د خلکو او رسنیو رول مهم و باله.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پيکان، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال سید فیصل حسیني او یو شمیر نورو ګډونوالو هم خبرې و کړې، دوی د مخدره توکو د استعمال پر وړاندې پر جدي مبارزه تاکید و کړ او د عامه پوهاوۍ په برخه کې یې د خلکو رول مهم و باله.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په خپل چوکاټ کې د روږدو کسانو د تنیظم یو څانګه لري، چې په تیرو څو کلونو کې یې ۳۲۳۴ روږدي کسان په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو څخه را ټول او مختلفو روغتیایي مرکزونو ته یې معرفي کړي، چې تر درملنې وروسته یې زیاتو کسانو ته د کار زمینه هم  برابره کړې ده.