د معلولیت لرونکو وګړو د حقوق او امتیازاتو په قانون کې د تعدیلاتو طرحه بشپړه شوه - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د معلولیت لرونکو وګړو د حقوق او امتیازاتو په قانون کې د تعدیلاتو طرحه بشپړه شوه

د معلولیت لرونکو وکړو د حقوق او امتیازاتو قانون کې د تعدیلاتو طرحه نن د یوه ورکشاپ په جوړولو سره بشپړه شوه.

په دغه ورکشاپ کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر جلالتماب فیض الله ذکي په ګډون د شهدانو او معلولینو معینیت، بهرنیو مؤسساتو، دولتي اداراتو څخه د معلولینو استازو او یو شمیر قانون پوهانو ګډون درلود.

ښاغلي فیض الله ذکي په قانون کې ټول تعدیلات پر ځای وباله او له مرستندویه بنسټونو څخه یې مننه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ چې یاد تعدیلاتو باندې هر اړخیز بحث وشئ او وروستۍ پایله یې عدلیه وزارت ته وړاندې شي.

د شهیدانو او معلولینو لوی ریاست سرپرست ښاغلي محمد دین قانع وویل چې د قانون په عنوان، اصطلاحاتو، د معلولینو حقوق او امتیاز، طبیعی معلولیت، عدم تبعیض، د معلولینو ښوونه او روزنه، فني او حرفوي زده کړي، د موټروانۍ لیسنس، کار، کور، ترانسپورټ او د معلولیت کارت په برخه کې تعدیلات او یو شمیر نورې مادې رامنځته شوي دي.

د یادولو ده چې په یاد قانون کې تعدیلات په ۲۲ بیلابیلو ناستو کې رامنځه شوي دي چې نن یې د بشپړیدو وروستۍ ورکشاپ وه.