د افغان ـ کوریا فني او حرفوي زده کړو انیسټیټوټ څخه ۲۲۶ تنو د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د افغان ـ کوریا فني او حرفوي زده کړو انیسټیټوټ څخه ۲۲۶ تنو د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل

افغان کوریا د فني حرفوي زده کړو انیسټیټیوټ زده کوونکو له سپږو میاشتو زده کړو وروسته د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کار، ټولینزو چارو، شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر جلالتماب فیض الله ذکي چې په یاد فراغت غونډه کې یې ګډون درلود زده کوونکو ته یې د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د وزارت رهبري به هڅه وکړي  د دغه انسټیټیوټ د فراغت سندونه په نړیوال معیار برابر کړي تر څو هر افغان چې له دغه انسټیټیوټ څخه فارغیږي د یاد سند په لرلو سره وکولای شي د هیواد څخه په بهر هیوادونو کې هم کار وکړي.

ښاغلي ذکي په ټول هیواد کې  یاد انسټیټیوټ د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې یو معیاري او  بې سارۍ مرکز وباله.

د کویکا مرکز مشر چې هم په غونډه کې ګډون درلود، زده کوونکو ته یې مبارکي او د بریا هیله وکړه نوموړي د افغان کوریا مرکز د دواړو هیوادونو تر منځ د همغږۍ یو ښه لاره وبلل او ژمنه یې وکړه چې دوی به تل خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د افغان کوریا د فني او حرفوي زده کړو انسټیټیوټ مشر ښاغلي جلال الدین هشام په وینا چې یادو زده کوونکو په خیاطۍ، کمپیوټر او انګلسي ژبه  کې د شپږو میاشتتو په موده کې د مجربو استادانو لخوا زده کړي وکړې، چې یو شمیر به یې د هوکړه لیکونو پر بنسټ خصوصي کمپنیو ته د کار په موخه جذب شي.