ټولنیز خوندیتوب د ټولنې بنسټیزه اړتیا تر عنوان لاندې دری ورځنۍ کنفرانس پای ته ورسید! - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

ټولنیز خوندیتوب د ټولنې بنسټیزه اړتیا تر عنوان لاندې دری ورځنۍ کنفرانس پای ته ورسید!

ټولنیز خوندیتوب د ټولنې بنسټیزه اړتیا د سیمینار په دریمه او وروستې ورځ چې د کار،ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو وزارت لخواه د ولایتې رییسانو، وزارت سلاکارانو ،د مختلفو کاري برخو متخصصینو او مرکزي رییسانو په ګډون جوړ شوی وه. دغه درې اړخیزه خبرې اترېزه غونډه د کار،ټولنیز چارو،شهیدانو او معلولینو وزارت، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس ښاغلی منظور خلیق او د افغانستان د کار ګرانو ملی د ټولنې مرستیال لخواه ترسره شوه.

په دغه سیمینار کې د سوداګری او صنایعو نړیوالو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول د کار حقوقو، د کار پنځونې زمینې او د کار بازار مدیریت په باره کې خبرې وکړي. دکار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلی فیض الله ذکی ټولو راغلو میلمنو او د وزارت کارکونکو  ته د ښه راغلاست تر څنګ  ددې وزارت ټولو همکارو ادارو او بنسټونو  د وزارت د موخو په لاسته راړولو کې مننه وکړه چې په هغه د کار پنځونې، ښایسته او قانوني کار په ایجاد، او د افغانستان د وګړو لپاره دغوره شغلې فرصتونو برابرول با ارزښته وبلل. وروسته په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس ښاغلی منظور خلیق، معروف قادری د کارګرانو د ټولنې مرستیال او د سوداګری او صنایعو  د بهرنیو اړیکو رییس عبدالسلام کوهی په ترتیب سره د کار حقوقو، اشتغال پنځونې او دکار بازار څارنه او مدیریت په باره کې خبرې وکړي. بیا وروسته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی فیض الله ذکی به ښاغلی ډاکټر  عزیز الله امیر  د مورا د تعلیمی او تحصیلی مرکز رییس سره په دې مرکز کې د افغانستان د روزنتونو د نجونو جذب په موخه د همکارې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. وروسته د په ټولنه او په ځانګړي توګه په دولتی ادارو کې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالی د له منځه وړلو پریزینټیشن د آغلی صفیه صدیقی چې په جندر کې د وزارت مشاوره ده وړاندې شو. او د سیمینار په وروستیو شیبو کې د ولایتي رییسانو له فعاله،مسوولانه او ارزښتمنه ګډون څخه او په سیمینار کې د هغوی د رغنده نظریاتو له وړاندیز  د کاري  برنامو په بډاینه او د وزارت د پالیسې په تقویه کې هغوی ته مننلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار ،ټولنیز خوندیتوب د ټولنې بنسټیزه اړتیا تر سرلیک لاندي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو  وزارت لخواه د ۱۳۹۶ کال د زمری له ۲۳مې څخه تر ۲۵مې نیټې پورې په کابل کې  جوړ او نن په بریالیتوب پای ته ورسید.