د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د افغانستان مالي او بانکي انیسټیټیوټ سره یوهوکړلیک لاسلیک کړ - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د افغانستان مالي او بانکي انیسټیټیوټ سره یوهوکړلیک لاسلیک کړ

دغه هوکړه لیک د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي لعل الدین اریوبي او د افغانستان مالي او بانکي انیسټیټوټ مشر ښاغلي لطف الحق پسرلي لخوا د  وزارت کارکوونکو د  ظرفیت لوړو په برخه کې لاسیک شو.

د هوکړه لیک اصلي موخه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ۲۴۰ تنو کارکوونکو ته په بشري سرچینو، مالي، عامه اړیکو، پلان او پالیسي، کمپیوټر، کتنې او پلټنې برخو کې تخصصي زده کړي دي.

د مالي او اداري چاور مرستیال ښاغلي لعل الدین اریوبي د افغانستان مالي او بانکي انیسټیټیوټ مشرتابه څخه مننه وکړه او یاد هوکړه لیک یې د ظرفیت لوړو په برخه کې اړین وباله نوموړي زیاته کړه چې د وزارت مشرتابه  هڅه کوي د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان مالي او بانکي انسټیټیوټ مشر ښاغلي لطف الحق پسرلي هم ژمنه وکړه چې د وزارت په همکارۍ به دوي د یو کال په بهیر کې ۲۴۰ تنو کارکونکي په ۱۲ بیلابیلو برخو کې د مجربو استادانو په مرسته په تخصصي زده کړو سمبال کړي چې تر ښې پایلې وروسته به دا لړۍ ولایتونو ته هم وغوځوي.

د ویلو ده چې د یاد هوکړه لیک ۷۰ سلنه  مالي لګښت د افغانستان مالي او بانکي انسټیټیوټ لخوا او پاتې ۳۰ سلنه یې د نړیوال بانک په مرسته د ایټالیا هیواد په همغږۍ ورکول کیږي.