د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا! - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا!

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د را لیږل شوي ۵۶۲ ګڼه مکتوب له مخې د روان کال د وږي( سنبلې) میاشتې ۹مه چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ذوالحجه الحرام ۹مې  او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګست ۳۱مې سره برابره ده، د عرفې ورځ ده.

د کار قانون د ۴۱مې مادې له مخې د ۱۳۹۶ کال د وږي( سنبلې) میاشتې له ۹مې تر ۱۲ مې نېټې په هیواد کې عمومي رخصتي دی.