د کار، ټولینیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د شهید اونۍ و نمانځله. - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولینیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د شهید اونۍ و نمانځله.

 د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د شهید اونۍ او د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود د شهادت شپاړسم تلین ونمانځه.

د شهیدانو د اونۍ نمانځغونډه چې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال او د وزارت سرپرست لعل الدین آریوبي سربیره د مشرانو جرګې استازي عبدالباقي بریال، د شهید احمد شاه مسعود بنسټ استازي عبدالغفار اخلاص سیغاني، د ښځو چارو وزارت او یو شمیر نورو ادارو استازو، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو او کارکوونکو پکې ګډون کړي وو.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست لعل الدین آریوبي د هیواد د شهیدانو د سرښندونو په اړه وویل، چې دوی خپل ځانونه قرباني کړل؛ څو راتلونکي نسلونه په خپلواکه توګه ژوند و کړي. 

نوموړي شهیدان د آزادۍ ملي سمبولونه یاد کړل، زیاته یې کړه، چې دا زموږ رسالت او مسؤلیت دی، چې د دوی آرمانونو ته د عمل جامه ور واغوندو او یاد یې تل پاتې و ساتو.   

د شهید احمد شاه مسعود د بنسټ استازي عبدالغفار اخلاص سیغاني د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت رهبري څخه د شهیدانو اونۍ او درناوي په موخه د غونډې جوړیدو په اړه مننه و کړه زیاته یې کړه (( د افغانستان خلک آزادي غوښتونکي دي، تل یې دهیواد د دښمنانو پر وړاندې مقاومت کړی، موږ باید د هیواد د شهیدانو برنامو څخه ګټه واخلو او یاد یې تر پاتې وساتو.))

په غونډه کې د مشرانو جرګې غړي عبدالباقي بریال او د شهیدانو او معلولینو چارو عمومي مشر محمد الدین قانع هم د هیواد د شهیدانو او شهید احمد شاه مسعود د سرښندونو په اړه خبرې و کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې د شهیدانو اونۍ او شهید احمد شاه مسعود د تلین په ورځ په واقعي معنی د شهیدانو مقام ته د درناوي په موخه، په کابل ښار کې د بې بندوبارۍ او خود سریو مخنیوی و شي، څو په هیواد کې د شهیدانو پر وړاندې د غلطو مفکورو خپرولو څخه مخنیوی شوی اوسي.