فني او حرفوي زده کړې د کارموندنې او بې کارې کچې را ټيټولو کې مهم رول لري. - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

فني او حرفوي زده کړې د کارموندنې او بې کارې کچې را ټيټولو کې مهم رول لري.

 دغه خبره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د پلان جوړونې او رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پرانست غونډه کې و کړه.

فیض الله ذکي وویل، چې د دې ورکشاپ موخه د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو کارونو ښه کولو او مسؤلینو ظرفیت لوړول دي، څو هیوادوالو ته وړ او مناسب خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د فني او حرفوي زده کړو د ارزونې سند مطابق به هغو ستونزو ته چې په تیرو وختونو کې ورسره مخامخ وه، رسیده ګي و کړي او هڅه کوي څو په نږدې راتلونکي کې د وزارت اړوندو مرکزونو کې د کار بازار مطابق د فن او حرفې یو شمیر نورې څانګې هم تدریس او پرانستل شي.

فیض الله ذکي د یاد ورکشاپ د تخنیکي همکارۍ په برخه کې د یونیسکو مؤسسې مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د ورکشاپ ګډونوالو څخه و غوښتل څو په ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د لا ښې پراختیا لپاره خپل نظرونه شریک کړي.

د یونیسکو مؤسسې مشرې د خپلو خبرو په ترڅ کې ورته ورکشاپونه د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د پراختیا او ظرفیت لوړولو په برخه کې مهم و بلل، و یې ویل چې په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو سره د فني او حرفوي زده کړو  د ارزونې رپوټ پر بنسټ د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو پلان جوړولو او کار بازار مطابق د حرفو څیړلو او پراختیا په برخه کې کار و کړي.

دغه ورکشاپ د کار، ټولنیزو، چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له خوا او د یونیسکو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو آمرینو او ښوونیزو څانګو مدیرانو ته جوړ شوی دی، چې د ټول هیواد څخه په کې شا او خوا ۹۰ تنو ګډون کړی دی، چې لومړۍ دوره به یې د دوه اونیو لپاره دوام و کړي.