د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا! - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا!

 په کابل ښار کې د ۱۳۹۶ هـ ش کال د پاتې شپږو میاشتو او په اونۍ کې د پنڅه ورځې کار او دوه ورځې رخصتۍ ( پنجشنبه او جمعه) په اساس د کار رژیم:

 د تلې میاشتې له پيل نه د کب میاشتې تر پای پورې:

 په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس د کار پیل د سهار ۸ بجې، ختم د مازدیګر۴ بجې او  له ۱۲:۰۰ نه تر ۱:۰۰ بجې پورې  د غرمې ډوډۍ او لمانځه په خاطر وقفه.

 په بانکونو، د کابل ولایت ولسوالیو او ولایتونو کې د ‍۱۳۹۶ هـ ش کال د پاتې شپږو میاشتو او په اونۍ کې د شپږ ورځې کار په اساس د کار رژیم:

 د تلې میاشتې له پیل نه د کب میاشتې تر پای پورې:

 په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس د کار پیل د سهار ۸:۳۰  ختم د مازدیګر ۳:۳۰  او له ۱۲:۰۰ نه تر ۱:۰۰ بجې پورې  د غرمې ډوډۍ او لمانځه په خاطر وقفه او د پنجشنبې په ورځ د کار پیل د سهار ۸:۳۰ او ختم ۱:۳۰ بجه دی.

 تولیدي، خدمتي، نشراتي، روغتیایي، معارف او لوړو زده کړو موسسې، همیشه فعالې څانګې دې د کار خصوصیاتو، اقلیمي شرایطو، لایحو او مقرراتو ته په کتو سره د کال په پاتې  شپږو میاشتو او په اونۍ کې د  ۳۵ ساعته کار په اساس دې خپل کاري رژیم جوړ کړي.