د خصوصي سکتور کارکوونکو لپاره د تقاعد مقررې طرحه ترتیب او تر قانوني طی مراحلو وروسته به عملي شي. - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د خصوصي سکتور کارکوونکو لپاره د تقاعد مقررې طرحه ترتیب او تر قانوني طی مراحلو وروسته به عملي شي.

 دغه خبره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د تقاعد خزانې کارکوونکو لپاره د اساسي قانون، د کار قانون او تقاعد اړوندو مسائیلو په اړه جوړ شوي ښوونیز ورکشاپ کې و کړه.

فیض الله ذکي زیاته کړه، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ژمن دی، څو تقاعد خزانه کې بنیادي تغیرات راولي.

نوموړي، اداري فساد ته په اشارې وویل، چې ګڼ شمیر هیوادوال د نافظه قوانینو څخه بې خبره دي او ډیر کله دا بې خبري په اداراتو کې د اداري فساد زیاتېدو باعث ګرځي.  

فیض الله ذکي په کابل کې د جمهوریت روغتون مخې ته د تیرې ورځې مرګونی برید، چې ګڼ شمیر هیوادوال په کې شهیدان او ټپيان شول، و غانده او د الله ج له درباره څخه یې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه و کړه.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د تقنین او حقوق کار ریاست عمومي مشر غلام مصطفی هاروني، په هیواد کې د شته نافظه قوانینو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول ګټور یاد کړل، و یې ویل، چې ۱۳۹۷ کال کې به ګڼ شمیر نور ورته ښوونیز ورکشاپونه هم جوړ شي.

هاروني وویل، په پام کې ده، چې د تقاعد لپاره به یو قانوني هر اړخیز سند جوړ شي او د یاد سند د لا غني کولو په موخه یې د ورکشاپ ګډونوالو څخه وغوښتل، څو په ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د تقاعد اړوندو مسائیلو په اړه خپل اندونه شریک کړي.  

یاد ښوونیز ورکشاپ کې د تقاعد خزانې دیرش تنه کارکوونکو ګډون کړی وه، چې دوه ورځې به دوام و کړي.