کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي عالي کمیسیون جوړ شو.

د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون د دوهم فصل او پنځمې مادې پر بنسټ نن  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر جلالتماب فیض الله ذکي په مشرۍ  او د یوشمیرنورو دولتي او خپلواکو ادارو په ګډون د یوې ناستې پر ترڅ کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي عالي کمیسیون جوړو شو.

د ناستې اصلي موخه؛ په نورو دولتي او خپلواکو ادارو کې د کمیسیون رامنځته کول، د ښځو او ماشومانو د ځورونې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي تګلاره جوړول او د ښځو او ماشومانو د ځورونې کچې راټیټولو لپاره، تطبیقي پلان جوړول وه، چې په هره  یوه سکالو  هر اخیز بحث وشو.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر ښاغلي فیض الله ذکي وویل  د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون پلی کولو  ته حکومت ژمن دی او په دې برخه کې، په جدي ډول کار کوي.

همدارنګه نومړي زیاته کړه؛ که د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د ځورونې او تاوتریخوالي مخنیوي قانون په سمه توګه پلی شي، نو د مېرمنو او ماشومانو لپاره به مناسب چاپېریال رامنځته شي."

په ورته وخت کې د کمیسیون نورو غړو هم وویل، چې د قانون په اړه باید د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، دوی ټینګار وګړ، که چېرې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون په ټولو یو ډول پلی شي، نو کولاي شي د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې ګټور تمام شي.

د ماشومانو او مېرمنو د ځورونې د مخنوي قانون په درېیو فصلونو او د ۲۹ مادو په لرلو سره لومړی په  ۱۳۹۴کال کې د ولسي جرګې له‌خوا تصویب او بیا په ۱۳۹۵ کال کې د ولسمشر لخوا توشیح او نافذ شو.