د نندارتونونو جوړول د کار موندنې په برخه کې د کارګر او کارفرما تر منځ یو ښه ارتباطي پل دی.

دغه خبره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال لعل الدین آریوبي د کار ملي نندارتون په پرانست غونډه کې و کړه، نوموړي د ورته نندارتونونو جوړول د اوزګاره ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې یو ښه فرصت یاد کړ.

لعل الدین آریوبي وویل، چې د دې نندارتون جوړولو څخه موخه په هیواد کې د کارګر او کارفرما تر منځ د مستقیمو اړیکو جوړول او کورنیو تولیداتو ته وده ور کول دي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال لعل الدین آریوبي د کار ملي نندارتون پرانست غونډه کې د کارموندنې په برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم و باله او و یې غوښتل، څو خصوصي سکتور خپلو تولیداتو او همدارنګه د کار زمینې برابرولو کې لا زیاتې هڅې و کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د خپلو خبرو په لړ کې وویل، چې په دې نندارتون کې د هیواد له ولایتونو څخه هم ګڼو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ايښې دي، نوموړي د خصوصي سکتور د رشد په برخه کې د حکومت د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه و کړه او له هیوادوالو یې و غوښتل، څو له خپلو داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي.

د کار ملي نندارتون کې ۸۰ شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ايښي دي او همدارنګه په دې نندارتون کې زیات شمیر شرکتونو خپل خالي بستونه هم اعلان کړي دي، چې دغه چاره د کارموندنې لپاره یو مناسبه لاره ګڼل کیږي، چې ګډونوال کولای شي، له کارفرمایانو سره له نږدې د خپلو تجربو په شریکولو سره ځانونو ته دندې پيدا کړي.

د ویلو دی، چې سبا ( د غویي میاشتې لسمه) به په ارګ کې د ګڼو ملي او نړیوالو دولتي چارواکو او خصوصي سکتور استازو په ګډون، د کار ملي کنفرانس جوړ شي، چې په دې کنفرانس کې به په نهو کاري کمېټو کې د مختلفو سکتورونو استازو سره د کار موندنې په موخه اساسي حل لارې چارې و لټول شي.