د کار ملي کنفرانس د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پای ته ورسید

 دغه کنفرانس چې په ارګ کې جوړ شوی وه، دوه ورځې یې دوام و کړ او د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوده وینا پای ته ورسیده.

ولسمشر محمد اشرف غني د کنفرانس په پای کې د کارګر نړیوالې ورځې مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د کارګرانو د مساوي حقونو په تامین کې کلکه سیاسي اراده لري.

ولسمشر غني د سکتورونو پر متوازن پرمختګ تاکید و کړ، و یې ویل چې اړینه ده، څو د کرنې، صنایعو، معادن، او ساختماني سکتورونو تر منځ منځ کې برابري را منځ ته شي، که برابري نه وي، هیواد به دوامداره پرمختګ و نه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه د ښځو او نارینه و لپاره په مساوي توګه د کاري فرصتونو برابرولو، د ښارونو او کلیو د پرمختګ په برابرۍ او طبعي پانګو، اقتصادي، فرهنګي او پر بشري برابرۍ هم تاکید و کړ.

محمد اشرف غني په عاجله توګه د کارموندنې په دوامداره پرمختګ ټینګار و کړ، زیاته یې کړه چې د صادراتي هیواد لپاره تولیدي اقتصادي اجماع اړینه ده.

د کار ملي کنفرانس کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي وویل، چې په هیواد د کارموندنې او بیکارۍ د له منځه وړلو څخه مهمه موضوع نشته، د بیکارۍ په له منځ وړلو سره به په هیواد کې د امنیت او نورې ډیرې ستونزې حل شي.

اوس مهال په هیواد کې څومره شغلونه لرو، د کارونو د را منځ ته کولو لپاره څومره ظرفیت لرو، همکاره سرچینې څه دي، کومې ستونزې لرو او څنګه دغه ستونزې له منځه وړلی شو، هغه موخې وې، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي ورته په خپلو خبرو کې اشاره و کړه.

د کار ملي کنفرانس کې د مختلفو ملي، نړیوالو او خصوصي سکتور استازو برخه اخیستې وه، چې هرې ادارې د کار موندنې په برخو کې د خپلو کړونو او نویو طرحو په اړه خبرې و کړې او په هیواد کې یې د کار موندنې په موخه د ګډې همکارۍ ژمنې و کړې.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د دې کنفرانس د پایلو د تعقیبولو، د کار موندنې او د اداراتو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه یو شمیر ادارو سره هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.