د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا!

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کار قانون (۴۱مې) مادې د حکم له مخې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ په هیواد کې عمومي رخصتي دی.

په دې مبارکه میاشت کې د کار رژیم د اوونۍ د پنځه(۵) او شپږ (۶) کاري ورځو په اساس په لاندې ډول ټاکل شوی دی:

 په کابل ښار کې د کار پيل د سهار اوه (۷:۰۰) بجې او پای د غرمې یوه (۱:۰۰) دی.

د کابل ولایت په ولسوالیو، بانکونو، د کابل ګمرک ریاست، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، ګمرک او د هیواد په ولایتونو کې د کار پيل د سهار اته (۸:۰۰) بجې او پای د غرمې یوه (۱:۰۰) بجه ټاکل شوې ده.  

همدارنګه د ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونه، روغتیايي کارکوونکي، تولیدي او خدمتي مؤسسې، دایمي فعاله څانګې او نشراتي موسسې د مقرراتو، لایحو او کاري ځانګړتیاوو ته په کتو سره د خپل کاري رژیم ترتیب کړي.