د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام دریمه کاري ناسته جوړه شوه.

 دغه ناسته، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو مرستیالانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دې ناسته کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام سرپرست عمر لودین د دې پروګرام په برخه کې د ادارو پر همغږۍ، کاري لایحو، د مختلفو وزارتونو د کړونو او د دې پروګرام پر تدارکاتي موضوعاتو معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه په غونډه کې د وزارتونو او ادارو استازو هم په خپل وار د دې پروګرام په برخه کې د خپلو کړونو رپوټونه وړاندې کړل او د لا ښه کار لپاره ژمن شول.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام مسؤلینو او ښکېلو وزارتونو کړونو څخه مننه و کړه او د کارونو د لا ښه پرمختګ په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.

د ښځو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام، چې دولس وزارتونه او یو شمیر خپلواکې ادارې یې غړیتوب لري، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په مشرۍ او همغږۍ پر مخ وړل کیږي، چې په هیواد کې د افغان ښځو لپاره د اقتصادي پرمختګ زمینې برابرولو په موخه کار کوي.