د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له افغان ایډ او ډنمارکي موسسې داکار سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

 یاد هوکړه لیکونه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي لخوا د افغان ایډ موسسې له استازي ښاغلي چارلس ریچارد او ډنمارکي کمیټې داکار مشر جان موریس سره د خپل کار په دفتر کې لاسلیک کړل.

د دغه هوکړه لیکونو اصلي موخه یوشمیر ښځو ته د ژوند اسانتیاوې برابرول، فني او حرفوي زده کړي دي.

د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د هوکړه لیکونه لاسلیک بهیر کې وویل چې افغان ایډ موسسې سره د شوې هوکړه لیک پرسنټ به په ننګرهاراو لوګر ولایتونو کې د بیرته راستنه شویو کورنیو سره مرسته  او یو شمیر ښځو ته د ژوند استیاوې برابرې شي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د ډنمارکي موسسې داکار سره د شوي هوکړه لیک په اساس به هرات، بلخ، کندهار، کندز، کابل، ننګرهار، فاریاب او خوست ولایتونو کې د کډوالو لپاره د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

ښکیلو غاړو هم د یادو هوکړه لیکونو په پلې کولو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه، چې له وزارت سره به په پوره همغږي هوکړه لیکونه پلې کړي.