د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي عالي کمیسیون دوهمه ناسته جوړه شوه.

 د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي عالي کمیسیون دوهمه ناسته د  کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي په مشرۍ او د یوشمیر نورو دولتي او خپلواکو ادارو په ګډون جوړه شوه.

په ناسته کې د ښځو او ماشومانو د ځوورونې مخنوي عالي کمیسیون پر تطبیقي پلان او د تخنیکي ګروپ په وظیفوي لایحې چې د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د جندر امریت لخوا طرح شوې وه، هر اړخیز بحث وشو.

د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرفیض الله ذکي د ښځو او ماشومانو د ځورونې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي تګلاره جوړول اړین وبلل او زیاته کړه چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون پلي کولو  ته حکومت ژمن دی او په دې برخه کې، په جدي ډول کار کوي.همدارنګه نوموړي زیاته کړه که د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د ځورونې او تاوتریخوالي مخنیوي قانون په سمه توګه پلی شي، نو د مېرمنو او ماشومانو لپاره به مناسب چاپېریال رامنځته شي.

په ورته وخت کې د کمیسیون نورو غړو هم وویل، چې د قانون په اړه باید د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، دوی ټینګار وکړ، که چېرې د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون په ټولو یو ډول پلی شي، نو کولاي شي د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې ګټور تمام شي.

د ماشومانو او مېرمنو د ځورونې د مخنوي قانون په درېیو فصلونو او د ۲۹ مادو په لرلو سره لومړی په  ۱۳۹۴کال کې د ولسي جرګې له‌خوا تصویب او بیا په ۱۳۹۵ کال کې د ولسمشر لخوا توشیح او نافذ شو.