محمد آقا کوهستاني د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي مرستیال په توګه په کار پيل و کړ

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د ۶۵۳ شمیرې حکم له مخې، محمد آقا کوهستاني په داسې حال کې چې د مالیې مخکنی وزیر او په نړیوالو اړیکو کې د ولسمشر اوسني سلاکار اکیل حکیمي، د مالیې وزارت یو شمیر مرستیالان او رئيسانو هم برخه لرله د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال په توګه معرفي او په دنده یې پيل و کړ.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د محمد آقا کوهستاني په معرفي غونډه کې د شهیدانو او معلولینو مخکنۍ مرستیالې جمیله افغاني له کارونو ستاینه وکړه او کوهستاني ته یې د مبارکۍ په ویلو سره د نوموړي د شخصیت او په په نورو ادارو کې، د هغه د کړنو څخه د یادونې ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت په برخه کې د اصلاحاتو، سیستم جوړولو او شهیدانو او معلولینو قانون د تحقق په برخه د نوموړي ګمارنه مهمه او ګټوره و بلله، زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو په برخه کې کارونه او اصلاحات د تطبیق په حال کې دي او د دې ادارې د خپلواک کېدو په برخه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره د محمدآقا کوهستاني راتګ به د کاري ټیم په تقویت او اهدافو د تحقق سبب شي.

د مالیې مخکني وزیر او په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار اکلیل حکیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې محمدآقا کوهستاني د افغانستان یو کادر یاد کړ او د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال په توګه یې د نوموړي ګمارنه یو نیک او په ځای ټاکنه و بلله.

حکیمي په مالیې وزارت کې د محمد آقا کوهستاني له پاک نفسۍ او نیکو کارونو ستاینه و کړه او نوموړی یې د هیواد یو رښتنی بچی یاد کړ، حکیمي په مالیې وزارت کې د سیستم جوړولو په برخه کې د کوهستاني هڅې و ستایلې او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت رهبرۍ ته یې ډاډ ور کړ، چې کوهستاني به د دې وزارت د سیستم جوړولو، د شهیدانو او معلولینو حقوقو په وخت ور کولو او دې قشر د ستونزو په حل کې ګټور کارونه تر سره کړي.

د معلولینو چارو مشر محمدالدین قانع چې وړاندې تر دې یې د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت چارې مخته وړلې، ژمنه یې و کړه، چې له نوي مرستیال سره به هم په ښه توګه همکار او له نیکو لارښوونو به یې د کارونو په لاپرمختګ کې ګټه پورته کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو نوي مرستیال آقامحمد کوهستاني د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت له رهبرۍ څخه پر ده د اعتماد او د  یاد معینیت د دروند مسؤلیت ور سپارلو په اړه مننه و کړه، ژمنه یې و کړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به د خپل کاري ټيم سره د دې وزارت د شهیدانوا ومعلولینو چارو په برخه کې خپل دنده ترسره کوي.

د ویلو دی، چې محمد آقا کوهستاني وړاندې تر دې د مالیې وزارت د ادارې مرستیال او ۱۲ کاله هم د یاد وزارت د خزاینو د عمومي مشر په توګه دنده ترسره کړې ده او د سیستم سازۍ او مالي مدیریت په برخه کې ښه تجربه لري.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مطبوعاتي دفتر