د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر د کډوالۍ پالیسۍ د پراختیا نړیوال مرکز مشر سره و کتل.

 په دې لیدنه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر د کډوالۍ پالیسۍ د پراختیا نړیوال مرکز مشر ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانستان سره د کډوالۍ د پالیسۍ پراختیا او کډوالۍ د بحران حل په برخه کې د یاد مرکز له همکاریو مننه و کړه.

فیض الله ذکي بهر ته په ځانګړې توګه خلیج هیوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو او په هیواد کې د بیکارۍ سطحې را ټیټولو لپاره د هڅو یادونه و کړه، زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې له خصوصي سکتور سره هم له نږدې کار کوي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر وویل: بهر ته د افغان کارګرو د لیږلو په موخه عربي متحده اماراتو سره یو هوکړه لیک لاسلیک شوی او همدارنګه د ترکیې او سعودي عربستان سره هم په دې برخه کې خبرې روانې دي، چې هیله لرو، په نږدې راتلونکي کې هوکړې ته و رسیږو.

ذکي همدارنګه د نړیوالې ملکي هوانوردۍ ادارې له غوښتنې سره سم افغان کارګرو ته د افغاني پاسپورتونو په اړه چې وړاندې تر دې یې د همسایه هیوادونو په پيژندپاڼو او پاسپورتونو باندې بهر ژوند او کار کاوه، وویل، چې په دې برخه کې هم کارونه پيل شوي دي او افغان کډوالو ته به افغاني پاسپورټونه ور کړل شي.

فیض الله ذکي کډوالۍ بحران یو نړیواله پدیده و بلله و یې ویل، چې ددې بحران حل نړیوالو همکارۍ او اقدمات ته اړتیا لري، زیاته یې کړه، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د اروپایی هیوادونو ته د افغان مهاجرو مسئله په یوه ګرمه مطبوعاتي موضوع بدله شوې ده، ذکي په اروپایي هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د یاد مرکز د همکارۍ غوښتنه و کړه. نوموړي زیاته کړه، چې په اروپایي هیوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې د اروپایي هیوادونو سره هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي او هر دوه میاشتې وروسته په کابل او یا هم بروکسیل کې غونډې جوړیږي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر له ترکیې څخه په زوره د افغان کارګرو ویستلو باندې خواشینې و ښوده و یې ویل، هغه کډوال چې په زوره ایستل شوي نظر هغو ته چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي ډیر زیات دي، نوموړي همدارنګه بیرته را ستنیدونکو کډوالو ته د کار زمینې برابرولو په اړه اقداماتو څخه هم یادونه و کړه.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر وویل، هغه هیوادونه او نړیوالو مؤسسې چې په نړې کې د کډوالو د بحران حلولو لپاره کار کوي، باید له افغان دولت سره په کور دننه د بیکارۍ له منځه وړلو او کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې همکاري و کړي، څو نور هیڅوک کډوالۍ ته مجبور نه شي، ځکه چې دغه چاره د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې هم مهم رول لري.

د کډوالۍ پالیسۍ د پراختیا نړیوال مرکز مشر مایکل سپندیلیګر د خپلو خبرو په لړ کې افغان دولت سره د کډوالۍ پالیسۍ جوړولو او د بیرته را ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د فني او حرفوي زده کړو زمینې برابرولو څخه یادونه و کړه او په دې برخو  کې یې د همکارۍ ژمنه و کړه.

نوموړي  په نړۍ کې د کډوالۍ بحران ته د رسیدو په موخه د اکتوبر په ۱۸ او۱۹مه نیټه په ویانا ښار کې د یو لوی نړیوال کنفرانس یادونه و کړه او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر یې یاد کنفرانس ته دعوت کړ، زیاته یې کړه، چې په برخه کې به د افغانستان دولت سره هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

په پای کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي ژمنه و کړه، چې د کار ملي کنفرانس( د روان کال مې میاشتې په لومړۍ نېته کابل کې جوړ شوی وه) پایلې او بهر ته په قانوني توګه د افغان کارګرو لیږلو په اړه افغانستان دولت بین الوزارتي میکانیزم چې یاد مرکز یې هم په تدوین کې مهم رول درلودلی دی، د کډوالۍ پالیسۍ پراختیا نړیوال مرکز سره شریک کړي.