د ۱۳۹۷ هـ ش کال د دویمې برخې ( وروستیو شپږ میاشتو) کاري رژیم خبرتیا!

 په کابل ښار کې د ۱۳۹۷ هـ ش کال د پاتې شپږو میاشتو او په اونۍ کې د پنڅه ورځې کار او دوه ورځې رخصتۍ ( پنجشنبه او جمعه) په اساس د کار رژیم:

 په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس د کار پیل د سهار ۸ بجې، ختم د مازدیګر۴ بجې او  له ۱۲:۰۰ نه تر ۱:۰۰ بجې پورې  د غرمې ډوډۍ او لمانځه په خاطر وقفه.

 په بانکونو، د کابل ولایت ولسوالیو، ولایتونو، بانکونو، د کابل ګمرک او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ‍۱۳۹۷ هـ ش کال د پاتې شپږو میاشتو او په اونۍ کې د شپږ ورځې کار په اساس د کار رژیم:

 په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس د کار پیل د سهار ۸:۳۰  ختم د مازدیګر ۳:۳۰  او له ۱۲:۰۰ نه تر ۱:۰۰ بجې پورې  د غرمې ډوډۍ او لمانځه په خاطر وقفه او د پنجشنبې په ورځ د کار پیل د سهار ۸:۳۰ او ختم ۱:۳۰ بجه دی.

 همدارنګه ملي دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه، تولیدي، خدمتي، نشراتي، روغتیایي، همیشه فعالې څانګې دې د کار خصوصیاتو، اقلیمي شرایطو، لایحو او مقرراتو ته په کتو سره د کال په   پاتې  شپږو میاشتو او په اونۍ کې د ۳۵ ساعته کار په اساس دې خپل کاري رژیم جوړ کړي.