د کار بازار د را منځ ته کولو په برخه کې خصوصي سکتور مهم رول لري.

 

دغه خبره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر فیض الله ذکي د کارموندنې د پالیسیو په برخه د یو کلن ښوونیز پروګرام څخه د یو شمیر ځوانانو فراغت غونډه کې و کړه.

ذکي زیاته کړه، چې د کار بازار د ښه والي په برخه کې نه تنها دا چې دولت مهم رول لري بلکې خصوصي سکتور او هر هیوادوال د کوچنیو کارو بارونو په را منځ ته کولو سره کولای شي، په هیود کې د بیکارۍ سطحې په را کمولو کې مهم رول و لوبوي.

فیض الله ذکی د یاد پروګرام په برخه کې د ناروې حکومت او کار نړیوال سازمان څخه د مننې تر څنګ، فارغ شویو ځوانانو ته په اشارې وویل، کومې تجربې او موضوعات مو چې په دې پروګرام کې زده کړي، باید په عملي توګه ترې ګټه پورته کړئ او په هیواد کې د ښه کار را منځ ته کولو په برخه هڅه و کړئ.

په غونډه د کار نړیوال سازمان مشر منظور خالق، د کارګرانو اتحادیې مشر معروف قادري او د سوداګرۍ خونې مشر عتیق الله نصرت هم خبرې و کړې، دوی په هیواد کې د بیکارۍ سطحې ته په اشارې، د کار موندنې د پالیسیو په برخه کې د ورته ښوونیزو پروګرامونو دایرول مهم و ګڼل او په هیواد کې یې د اجتماعي شریکانو د ښې همغږۍ په برخه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د رهبرۍ د ښې همکارې څخه مننه و کړه.

د ویلو دی، چې د کار موندنې د پالیسیو د جوړولو او تطبیق یو کلن ښوونیز پرروګرام د ناروې حکومت په مالي مرسته او کار نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ برابر شوی وه، چې په کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، د کارګرانو اتحادیې او سودارګرۍ ټول ټال ۲۸ تنه کارکوونکو برخه لرله او د یو کال په بهیر کې ورته په کور دننه او بهر مختلف ښوونیز پروګرامونه جوړ شوي وه، چې د سرټیفیکټونو په ور کولو سره پای ته و رسید.