د کار او ټولنیزو چارو وزارت او کولمبو پلان سازمان تر منځ د ټولنیزو خدمتونو اړوند هوکړه لیک لاسلیک شو.

 هغه غونډه چې د دې دوه اړخیزه هوکړه لیک د لاسلیکولو په موخه جوړه شوې وه، په کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وویل: د دې هوکړه لیک مالي ارزښت شپږ لکه او دوه اویا زره امریکایي ډالره دی، چې د کولمبو پلان سازمان او د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت تر منځ د متضرره ماشومانو لپاره د مرکز جوړولو په موخه لاسلیک شو، چې هوکړه لیک پر بنسټ به د کار، ټولنیزو چارو وزارت به د یادو ماشومانو لپاره د مرکز جوړولو په موخه یو باب تعمیر د کولمبو پلان سازمان په واک کې ور کوي.

فیض الله ذکي زیاته کړه، چې هیوادوالو ته د خدمت په برخه کې که هر څوک له موږ سره همکاري کوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته په ډیر ورین تندي ښه راغلاست او د ښې همکارۍ ژمنه کوي.

د دې هوکړه لیک اصلي موخه د متضرره ماشومانو په ځانګړې توګه د هغه ډله ماشومانو لپاره چې والدین یې په زندانونو کې بندیان وي، د هغوی لپاره د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول دي.

د ویلو دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د بهار هریرود خیریه مؤسسې تر منځ هم د پنځه میلیونه او پنځه سوه افغانیو په ارزښت یو هوکړه لیک څو ورځې وړاندې لاسلیک شو، چې د یاد هوکړه لیک موخه هم  بې بضاعته کورنیو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینې برابرول دي.