په راتلونکي کال کې په ټول هیواد کې ۲۰ نور روزنتونونه جوړیږي.

 په راتلونکي مالي کال کې به په ټول هیواد کې ۲۰ روزنتونونه او د زونونو په سطحه د ماشومانو د ساتنې ۶ لوی مرکزونه هم جوړ شي.

دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د ماشومانو د خوندیتوب او ساتنې اړوند د همغږۍ مشورتي ملي کنفرانس کې و کړې، نوموړي زیاته کړه، چې ماشومان د هیواد اکثریت نفوس جوړوي او دولت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوی ساتنه او ښه پالنه خپل مسؤلیت بولي.

فیض الله ذکي وویل، چې اوس مهال په هیواد کې ۴۰۰ ملي او نړیوال نهادونه د ماشومانو په برخه کې کار کوي، خو بدبختانه لا هم لکه څومره چې لازمه ده، څو متضرره ماشومانو ته رسیده ګي وشي، نه ده شوې، نوموړي همدارنګه وویل، چې دا کنفرانس هم په همدې موخه جوړ شوی، څو د ماشومانو د برخې اړوندو نهادونو سره په ښه همغږۍ د ماشومانو ستونزو ته د رسیدو په موخه مشورې و کړي.

ذکي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ماشومانو د قوانینو په برخه کې کار شوی، د ماشومانو اړوند ۱۰ قوانین جوړ شوي، همدارنګه د ماشومانو اړوند ۹ نور قوانین او ستراتیژۍ هم شته، چې کار پرې روان دی، خو په عملي برخه کې لا هم څه ستونزې شته، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د نورو مسؤلو نهادونو سره به یې په جدي توګه تعقیبوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسیدو په موخه اوس مهال د هیواد په سطحه د سپن شبکه یوه فعال شبکه ده، چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو( ۱۳۸ ولسوالیو) کې فعالیت لري، ښاغلي ذکي زیاته کړه، چې په تیرو څو کلونو کې د ماشومانو اړوند ۲۸ زره قضیو ته رسیده ګي شوې او ګڼ شمیر ماشومان یې د قضیو تر څیړنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

اوس مهال په ټول هیواد کې ۵۶ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعالیت لري، چې د ۱۰ زره شا او خوا ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي.

د ماشومانو د ساتنې اړوند د همغږۍ دغه مشورتي کنفرانس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د( Save the Children) دفتر او یو شمیر نورو نهادونو په مرسته جوړ شوی دی، چې دوه ورځې به دوام و کړي.