د خصوصي سکتور تقويت او د کوچنيو تشبثاتو را منځ ته کول د بيکارۍ سطحې را ټيټولو کې مرسته کوي.

دغه خبرې د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي د سوداګرۍ د پيل او پراختيا په برخه کې د روزونکو روزنيز پروګرام کې و کړې، نوموړي زياته کړه چې د دې پروګرام په عملي کولو سره به ګڼ شمير ځوانانو ته د کار زمينه برابره او بهر ته د غير قانوني مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې به هم ګټور تمام شي
ذکي وويل، چې د دې روزنيز پروګرام اساسي موخه د کوچينيو تشبثاتو د پراختيا لپاره د مسلکي کدرونو د يوې ډلې جوړول دي، څو په راتلونکي کې د فني او حرفوي زده کړو فارغانو سره د کوچينيو تشبثاتو په را منځ ته کولو کې مرسته و کړي
فيض الله ذکي وويل چې د سوداګرۍ د پيل او پراختيا پروګرام لومړي پړاو کې به ۲۰ تنو ته د کوچينيو تشبثاتو د پيل او پراختيا په برخه کې ۴۵ ورځې روزنه ور کړل شي او دغه شميره به په راتلونکو څو مياشتو کې تر دوه سوو نفرو پورې و رسيږي
نوموړي زياته کړه چې د کوچينيو تشبثاتو د پيل او پراختيا دغه پروګرام ته به د فني او حرفوي زده کړو نصاب کې هم ځای ور کړل شي
د ويلو دی، چې دغه پروګرام د کار او ټولنيزو چارو وزارت د SALAM پروژې تر چتر لاندې د فنلنډ هيواد په مالي مرسته جوړ شوی، چې د بهرنيو متخصيصينو له خوا به په کې تدريس کيږي.