د کار او ټولنیزو چارو وزارت او چاپیریال ساتنې ملي ادارې ګډه خبرتیا!

 

په کابل ښار کې د هوا د ککړکتیا او ترافیکي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ۱۳۹۷ کال د ژمي عملیاتي پلان او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار قانون د دیرشمې مادې د دریمې فقرې او د یو دیرشمې مادې پنځمې فقرې پر اساس دې دولتي ادارو د ۱۳۹۷ کال د مرغومې( جدې) له ۵مې نیټې د کب میاشتې تر پای پورې، د دوهمو واحدونو لپاره کاري ريژیم په دوه وختونو کې په دې ډول تنظیم شوی دی:

د ارشاد، حج او اوقافو، ترانسپورت، عامې روغتیا، ښځو چارو، عدلیې، پوهنې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، اقتصاد، اطلاعات او کلتور، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، معادن او پطولیېم، کرنې، سوداګرۍ او صنایع، د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو وزارتونه او د احصایې ملي اداره، د هوانوردۍ خپلواکه اداره، محلي ارګانونه، کابل ښاروالي، هلال احمر( سره میاشت)، د نورم او ستندرد ملي اداره، د تفتیش عالی اداره او برښنا شرکت لپاره:

د کار پيل د سهار اته نیمې( ۸:۳۰) او پای د مازدیګر څلورنیمې( ۴:۳۰)؛  د لمونځ او ډوډۍ خوړلو لپاره یو ساعت وقفه

په اونۍ کې د پنځه ورځې کار په اساس د نورو وزارتونو او خپلواکو ادارو لپاره کاري رژیم:

د کار پیل د سهار اوه نیمې( ۷:۳۰) او پای د مازدیګر درې نیمې(۳:۳۰)؛ د لمونځ او ډوډۍ خوړلو لپاره یو ساعته وقفه

هغه ادارې چې په کابل ښار کې یې کاري رژیم د اونۍ شپږ ورځو کار پر بنسټ جوړ شوی، هغوی دې د ۱۳۹۷ کال تر پای پورې د

غیرې دولتي ادارې، بهرنۍ مؤسسې او خصوصي سکتور دې هم د مخکې جوړ او اعلان شوی کاري رژيم مطابق خپل کار ته ادامه ور کړي.