افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت څخه ۵۸۰ تنه فارغ شول.

 

هغه غونډه چې په همدې موخه افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت کې جوړه شوې په کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي سربیره د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا سفیر، د کویکا دفتر مشر او مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعې خونې مرستیال، د افغانستان د صنایع ټولنې مرستیال د وزارت سلاکار او یو شمیر رئيسانو ګډون درلود.

غونډه کې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انیستیتوت مشر میرجلال الدین هشام د یاد انستیتوت پر کړنو او په وروستیو کې د کویکا، سوداګرۍ او صنایعو خونې او افغانستان د صنایعو ټولنې سره د څلور اړخیزه هوکړه د لاسلیک کولو په اړه هر اړخیزې خبرې و کړې او یاد هوکړه لیک یې د کارموندنې په برخه کې ګټور و باله.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان ـ کوریا د رهبرۍ کړنې وستایلې او فارغانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ په لوړ کیفیت د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کولو باندې ټینګار و کړ.

د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا سفیر د کوریا او افغانستان د خلکو پر دوستۍ خبرې و کړې او د یاد انستیتوت سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه و کړه.

په غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او افغانستان د صنایعو ټولنې استازو هم خبرې و کړې او ژمنه یې و کړه چې د فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته به په مناسبو ځایونو کې د کار زمینه برابره کړي.

افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت چې په ۲۰۰۴ کال کې د دوست هیواد کوریا په مالی مرسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی، تر دې مهاله یې ۷۰۰۰ ځوانانو( انجونې او هلکان) ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.