د تجارتي مفکورو ایجاد او پلی کوولو د څرنګوالی په اړه دوه اونیز پروګرام لمړی پړاو پای ته ورسید.

د افغان کوریا په فني او حرفوي زده ‌کړو انسټیټیوټ کې د سوداګریزو مفکورو ایجاد او پراخوالی (SIYB) او د همدې سوادګریزو مفکورو په عمل کې پلي کولو د څرنګوالی یا (GYBI) له روزنیزې برنامې لمړی پړاو څخه سل تنو نجونو او هلکانو چې په ټوله کې د هیواد عمومي اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د یو اقتصادي او تجارتي کاروبار پیل په موخه په لاره اچول شوی و؛ فراغتلیکونه ترلاسه کړل.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افعان کوریا په انسټیټیوټ کې جوړه شوي وه لمړی د یاد انسټیټیوټ رییس جلال‌الدین هشام په خ‍پلو خبرو کې وویل چې یاده برنامه د دوه اوونیو په مخه وه چې د ۲۲ ماسټر ټرینرو لخواه په لمړي ځل تر ډیره شاګردانو ته په عملي ډول روزنه ورکړل شوه  ترڅو فارغیدونکي کسان وکولای شی چې د ځان لپاره په راتلونکې کې تجارتي مفکورې نه یوازې جوړې بلکې همدا مفکورې د عمل په ډګر کې هم د کوچنیو سوداګریزو کاروبارونو په پیل سره پلي کړي.

ښاغلي هشام همدارنګه وویل چې یاد پروګرام ادامه لري او تمه ده چې په راتلونکې اوونۍ کې هم سل تنه نور ځوانان له یادې برنامې څخه فارغ شي چې خپلو مفکورو په پلي کولو سره به فارغان نه یوازي ځان لپاره بلکې په اوسط ډول ۵ نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي چې دا کار په هیواد کې د بیکارۍ کچې په راټیټیدو کې ډير اغیزمن رول لري.

وروسته بیا د کار نړیوال سازمان ماسټر ټرینر ښاغلي جولیوس په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان ملي اقتصاد ته ډا ډول پروګرامونه ډیر ګټور دي، بیکاری کچه را ټیټوي او فارغ شوي ځوانان به ځان لپاره د یو ښه عاید جوګه شي.

نوموړی همداراز زیاته کړه چي یاد پروګرام په ۲۰۱۶ کال کې په بلخ او هرات ولایتونو کې له پلی کولو وروسته؛ لمړی ځل دی چې په کابل کې په لاره اچول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې یاد پروګرام د افغان کوریا فني او حرفوي زده کړو انسټیټیوټ، کار نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو پرمختیایی اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ګډه همکارۍ پلي کیږی.