دکار معینیت - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

دکار معینیت

په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت غوره لاسته راوړنې:

د کار  معینیت:

ـ د کار د نړیوال سازمان په ۹۹  کنفرانس کې ګډون او د هندوستان د هیواد مرستې د کار د وزارت سره د کار موندنې په برخه کې د تفاهمنامې لاسلیک.

ـ د نړیوال سازمان د کار د استازو سره د درې اړخیزې تفاهمنامې لاسلیک، د کارګرانو او کار فرمایانو سره په افغانستان کې د شایسته کار سرتاسری برنامې تطبیق په اړوند

ـ د هیواد په سرحدی ولایاتو کې د کار د بازار د اړتیا سره سم ۷۷۱۱۶ نارینه او ښځینه د کار زده کوونکوته د زده کړې ورکړه.

ـ د جاپان دهیواد د جایکا مؤسسې په مرسته په ۹ ولایتونو کې د ۹ فنی او حرفوی زده کړو د مرکزونو پرانیستل.

ـ د کار په شرایطو برابر د دوه سوه شل زره تنو د نر او ښځو په ګډون د ټول هیواد څخه دولتی نهادونو او خصوصی سکټورونو ته د دې وزارت لخوا معرفی کول.

ـ خارجی اتباعو ته د شپاړس زره اووه سوه دو اتیا د کار د جواز د سندونو ویشل، چې له دی مدرک خخه ټولې یو سل او پنځه ملیونه او اته سوه او پنځه شپیته زره آفغانۍ دولت ته عاید ورغلې دی.

ـ د هیواد په مرکز او ولایاتو کې دپروګرام سره سم په وخت او زمان د متقاعدینو د حقوقو ورګړه.

ـ په ولایاتو او مرکز کې د کار د حقوقو څخه د خبر تیا ورکو لو لپاره دولتی کامندانو او لوړ رتبه غړو ته د څو ورځنیو ورکشاپونو دایره ول.