د روزنتونو لوی ریاست

دا ریاست د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له مهمو او اړینو ریاستونو څخه دی. د دې ریاست له ستراتیژیکو موخو څخه د ټولنیزو مراقبت خدماتو شبکې تقویت په ځانګړي ډول د ماشومانو ، معلولینو، نوي ځوانانو، سپین ږیرو خوندیتوب او په افغانستان کې  د ټولنیز مشارکت تقویت دي.

دا ریاست د ټولنیزو چارو تر سیوری لاندې او د افغانستان اسلامی جمهوریت ځانګړو موخو لپاره لکه له  یتیموماشومانو، بی سرپرسته ماشومانو او له خطر سره مخ ماشومانو  څخه ملاتړ او  د هغوی پالنه،  ستاتنه، سالمه تربیه، اعاشه او اباته او په ټولنه کې د هغوی بیاځلی ادغام لپاره کار کوي

د روزنتونو لوی ریاست د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د  مالي او اداري معینیت له اساسی ریاستونو څخه دی.

د روزنتونو لوی ریاست د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د یوازنی خدمتي بنسټ په توګه ماشومانو او کمکیانو لپاره په ډول ډول کاري برخو کې فعالیت کوی.

د روزنتونو لوی ریاست اساسی موخي:

·         په دولتی او خصوصی روزنتونو کې له ماشومانو څخه ملاتړ او هغوی د پاره معیشت، ساتني، روزني او تعلیم او تربیې زمیني برابرول

·         د روزنتونو، لیلیو، کمپیوتري ټولګیو، تفریخي پارکونو او ټولو هغو ځایونوته د ودانیو جوړول او تجهیزول چې د ماشومانو په روزنه کې ورته اړتیا ده

·         د روزنتونو په چارو کې اړونده  مقررو او کړنلارو پراختیا

  په روزنتونونو کې شاملو ماشومانو ته د روغتیای خدمتونو برابرول

·         د تعلیمی دورو په لارو اچولو سره د روزنتونونو استادانو د ظرفیت لوړول

·         د ماشومانو له وضعیت څخه د نړیوالو بنسټونو او دولت د ښه خبریدلو په موخه د سیمینارونو او کنفرانسونو په لاره اچول

·         فراهم نمودن زمینه آموزش مضامین اساسی برای اطفال و اشتراک آنها در امتحان کانکور.

·         د ماشومانو لپاره په بنسټیزو مضمونونو کې د ښوونې او د کانکور په آزموینه کې د هغوی ګډون لپاره د زمنینې برابرول

·         د ماشومانو لپاره په روزنتونونو کې د ورزش او ټرنمینټو په لاره اچول

·         د روزنتونو په چارو کې د کړنلارو له پلی کولو څخه ساتنه

په اوس وخت کې دا ریاست ۹۸۶۱ تنه یتیم او بی بضاعته ماشومان د ۶۳ دولتی او خصوصي رزونتونونو له لیاری د معیشت،  ساتنی او د ښوونې او روزنې تر پوښښ لاندې نیولي دي. دا یتیم او بی بضاعته ماشومانو له ډلې څخه ۲۳۶۴ تنه یې نجونې او ۷۴۹۷ تنه یې هلکان دي.

زمونږ  اړیکه:

فیضان احمد کاکړ
د روزنتونو لوی ریاست رییس

د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت
بریښنا لیک:  faizanahd@gmail.com

د تیلیفون  شمیره:   +93 (0) 774 600 576