د کار ټولنیزچارو شهیدانو او معلولینو وزارت لاسته راوړنې - د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

د کار ټولنیزچارو شهیدانو او معلولینو وزارت لاسته راوړنې

د کار، ټولنیزو چارو، شیهدا او معلولینو وزیرې په لوګر ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز د بنسټ ډبره کیښوده:

۱۵/۹/۱۳۹۵

کابل/ افغانستان

د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیره ډاکټر نشرین اوریاخیل له یو شمیر رایسانو، سلاکارانو او اداري پلاوې سره د یوه کاري سفر په موخه لوګر ولایت ته ولاړه.

 لوګر ولایت مقام ته، تر رسیدو وروسته د کار،ټولنیزوچاور، شیهدانو او معلولینو رایاست، د ولایتي شورا، د سولې شورا او د علماو شورا مشروانو لخوا یې تود هرکلۍ وشو.

د کار، ټولنیزو چاور، شیهدانو او معلولینو وزیزې ډاکټر نسرین اوریاخیل په هغه غونډه کې  ګډون وکړ چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د لوګر والي، د ولایتي شورا او د معلولینو د ټولنې مشرانو خبرې او ستونزو واوریدې او وروسته بیا د وزارت اړونډه ټولو ستونزو د هوارۍ  ژمنه وکړه.

همدارنګه اغلې اوریاخیل د لوګر ولایت والي سره یو ځای په یاد ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په دوه پوړیو کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز د رغونې ډبره کیښوده چې یاد مرکز به د رسنیو تالار، کتابتون، شاپونه، درسي ټولکي او کاري دفترونه ولري.

اغلې اوریاخیل او تللې پلاروې د ولایت مقام له مرستیال سره یو ځای د یاد ولایت د فني او حرفوي زده کړومرکز،  له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه او د ستونزو په هوارۍ کې یې اړینې لارښونې وکړي.